د خطرو اخستونکې لوبغاړې حریم شاه خو سخت خطر سره مخ شوه
باغي ټي وي رپورټ
د شونډې نیمګړې جراحي له امله د حریم شاه د شونډې پړسیدلي دي او هغه ډیره بده ښکاري.
د جیو نیوز رپورټ مطابق حریم شاه په انسټاګرام یوه ویډیو کې ویلي چې له ډېرې مودې راهیسې ی د لپ فلر یعني د شونډې د سرجري کولو شوق وو او له همدې امله هغه په لندن کي یو کلینک ته ورغلې وه.
د رپورټ مطابق د سرجري په دوران حریم شاه د بانکي حسابونه د بندولو فون راغې .
حریم شاه وویل چې د جراحۍ په مهال چې د هغې یو طرفه د شونډې سرجري وشوه نو ورته یو ټیلیفون راغلو چې پکې ویل شوي وو چې ایف آئي اے زما د اکاونټونو د منجمد او بندولو امر کړی او په دې لړ کې یې بینکونو ته خط هم لیکلی دی.
حریم شاه وویل چې د دې په اوریدلو خفه شوم چې اکاونټونه منجمد شوي، هغه زیاتوي چې د عملیاتو د کټ څخه اوچته شو او د شونډې جراحي یې نیمګړې پاتې شوه.