افغان سیاسي او فوځي مشران کرپټ وو: افغان فوځ ویاند

0
118

باغي ټي وي رپورټ
سکایی نیوز سره په خبرو کښې یو پخواني افغان فوځي ویاند حنیف رضایی (کرنیل) ویلي دي چې په افغانستان کښې د امریکې فوځ د ناکامي وجه د امریکې او نیټو فوځ ددې هیواد نه وتل دي
.

رضایی وای چې بایډن د خپلې ناکامۍ پټولو لپاره په افغان فوځ د ناکامۍ تور لګوي او دا تور بې بنیاده او دروغ دې چې افغان فوځ د کمزورې مظاهره کړې ده.
دې وایی چې د افغان فوځ ناکامي غټه وجه ددې هیواد کرپټ سیاسي او فوځی مشران وو او هم دې وجهې نه طالبانو په ټول ملک قبضه وکړه. افغان فوځ ویاند وای چې په شل کاله افغان امریکه جنګ کښې ۶۶ زره افغان فوځیانو خپل ژوند له لاس ورکړ او په آخر کښې امریکې د افغانستان نه د واپس وتلو په شکل کښې د ناکامۍ او کمزورۍ مظاهره وکړه.
دوی وای چې د افغان فوځ لویه ناکامي او کمزوري په دې فوځ کښې کرپشن او کرپټ مشران وو چې دوی آخر هم ناکام شو.

Leave a reply