دفاع وزیر: که مخدوم عالم مجرم وي، د خپل جرم سزا به وويني
دفاع وزیر: که مخدوم عالم مجرم وي، د خپل جرم سزا به وويني
په فارياب کې مخکښ قومندان مخدوم عالم واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د سرپل د والي سرپرست مرستيال ګمارل شوی و، چې وروسته پرې په دغه ولایت کې د نا کراریو پر جوړولو او په انسان تښتونه کې د لاس په درلودو تورن شو.
(2022 / 1 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد يعقوب شمالي ولايتونو ته د سفرونو په لړ کې فارياب ولايت کې يوې غونډې ته ويلي، چې ملکي او د ا.ا نظامي کسان اړ دي، چې د خپل جرم سپيناوي په موخه محکمې ته ځواب ورکړي.
دفاع وزير وايي، که په مخدوم عالم پورې شوي تورونه ثابت شي، د خپل عمل سزا به وويني او کنه، چاته به اجازه ور نه کړي، چې عالم او يا هم نور کسان دې په بې ګناه ډول زنداني شي.
اړوند موضوعات:
واکنش طالبان به تنشهای قومی در فاریاب