وزیراعلی د باجوړ پیښه په سختو ټکو کې غندلې ده

0
130

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان باجوړ کښې د پي ټي آئي تحصيل سالارزئي صدر سميع الله او د هغه د تره زوي شاه خالد په مړينه د افسوس څرګندونه کړې ده۔
وزیراعلی محمود خان په یو بیان کې ویلي دي چې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د نوموړي له کورنيو سره شريکوم. وزيراعلي د شهيدانو ته د مغفرت دعا کړې ده او ژوبل شويو لپاره ی هم د زر جوړیدو دعا کړې ده۔
محمود خان ویلي چې د متاثره کورنۍ سره په غم کې ځان شریک ګڼم او زیاته کړې ی ده د سمیع الله په مړینې سره ګوند یو مخلص کارکوونکی څخه بې برخې شو.
د یادونې ده چې د باجوړ د سالار زی تحصیل د پي ټي صدر باندې تیره ورځ ناڅرګنده وسله والو ډزې وکړې چې پکې هغه او د هغه تره زوی اووژل شول.

Leave a reply