ایرانیانو له افغانستانه د اوبو ورخوشې کولو په موخه لاریون کړی

ایرانیانو له افغانستانه د اوبو ورخوشې کولو په موخه لاریون کړی
تېره اونۍ داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګوندې ا.ا ایران ته د کمال خان بند اوبه ورخوشې کړې دي.
خو د ابو او برېښنا وزارت دغه خبر رد کړ او ویلي یې و، چې له بند ښکته د مېشت بزګرانو په بیا بیا غوښتنه یې د کمال خان بند اوبه ور خوشې کړې وې.
(2022 / 1 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران په ذاهدان کې د دغه هېواد وګړو له افغانستانه د اوبو د ورپرېښودو لپاره لاریون کړی او له خپل حکومت یې غوښتي چې په دې اړه له افغان چارواکو سره جدي خبرې وکړي.
لاریوانوالو له پولې ها خوا د افغان سوداګرو لارۍ په تیرږ ویشتلي او ښيښې یې ور ماتې کړې دي.
په نیمروز کې افغان چارواکي د لاریونوالو له خوا د افغان سوداګرو لاریو ته اوښتي زیانونه مني.
لاریون والو د اوبو نشتوالي له امله له افغانستانه د اوبو د ورخوشې کولو په موخه لاریون کړی.
اړوند موضوعات:
د ا.ا. وايي چې ایران ته د کمال خان بند د اوبو د خوشې کېدلو خبر دروغ دی