په افغانستان کښې د طالبانو امتحان شروع شوي دې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان لپاره د امریکې خصوصۍ نمانیده زلمۍ خلیلزاد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې وس د افغانستان امن،خوشحالي او ترقي د طالبانو په لاس کښې ده او وس په افغانستان کښې د طالبانو صحیح امتحان شروع شوې دې.
خلیل زاد وای طالبان وس یو ازمایښت سره مخ دي او آیا دوی به وکولې شي چې دا هیواد یو داسې حالت ته ورسوي چې پکښې ټول وګړي ،نارینه او ښځینه د خپلو توانمندیو کار واخلي؟
خلیلزاد دا سوال هم راپورته کړې چې آیا افغانستان به وکولې شي چې چې د خپلو بیلو بیلو دودونو ، تاریخونو او کلتورونو ښکلاګانې نړې ته وړاندې کړي؟
نوموړي وای چې د بهرني ځواکونو د وتلو سره به افغانان د خپلو پریکړو فرصت ولري او هم دغه شان به د هیواد راتلونکې ددوی په لاس کښې وي.
که د خلیلزاد په دې خبرو آزاده تبصره وشی نو ددې مطلب دادې چې خلیل زاد وای چې طالبان وس کولې شي چې افغانستان کښې یو ټولمنلۍ حکومت جوړ کړي، ددې هیواد خلقو ژوند او کاروبار خوندی کړي او ددې هیواد وګړو لپاره یو ښه راتلونکې جوړ کړي.