روسیه وایي امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکېلې د ډېرېدو لامل وه 

0
97

روسیه وایي امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکېلې د ډېرېدو لامل وه 

هغه ویلي چې روسیه لا هم په سیمه کې د نشه یي توکو کاروبار ته د خطر په سترګه ګوري او تمه لري چې ددغه پدیدې پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وشي.

 

(2022 /  1 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف روسي رسنیو ته ویلي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکېله سترګې پټې کړې وې.

د ده په خبره افغانستان د امریکا له راتګ سره د نشه يي توکو کارو بار او کرکېله ډېره شوه. مدودوف وایي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکېله او کاروبار کې څلوېښت سلنه ډېروالی راغی چې ددې هر څه لامل د امریکا بې پروايي وه.

هغه ویلي چې روسیه لا هم په سیمه کې د نشه یي توکو کاروبار ته د خطر په سترګه ګوري او تمه لري چې ددغه پدیدې پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وشي.

Leave a reply