د لسو پاکستاني پوځیانو وژل؛ عمران خان وايي پوځیان مو د خپل ژوند بدل کې موږ ساتي 

0
158

د لسو پاکستاني پوځیانو وژل؛ عمران خان وايي پوځیان مو د خپل ژوند بدل کې موږ ساتي 

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې د ۱۰ پوځيانو وژل کېدو تایید تر څنګ ویل شوي چې ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. ددغه برید مسوولیت د بلوڅانو د ازادۍ جبهې منلی دی.

 

(2022 / 1 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغو ۱۰ پاکستاني پوځیانو ستاینه کړې، چې بلوچستان ایالت کې پر یوه پوځي پوسته د وسله والو برید کې وژل شوي.

لومړي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې سرتېري يې ځانونه قرباني کوي خو دوی خوندي ساتي او په وینا یې دوی له پاکستانه د ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن دي.

وړمه شپه د بلوچستان کچ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې د ۱۰ پوځيانو وژل کېدو تایید تر څنګ ویل شوي چې ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. ددغه برید مسوولیت د بلوڅانو د ازادۍ جبهې منلی دی.

Leave a reply