د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د ملکي مرګ ژوبلې د کموالي په هدف د سمونو امر کړی
وروستی پېښه د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۲۹ نیټه له افغانستان څخه د امریکا د شل کلن حضور په وروستیو ساعتونو کې د امریکا د ډرون په یوه برید کې د اوو ماشومانو په ګډون لس تنه ووژل شول.
(2022 / 1 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی، چې آسټین دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې له څو نظامي بریدونو وروسته د نه توجیه وړ ملکي مرګ ژوبله رامنځه ته شوه.
لویډ اسټین د دفاع وزارت رهبرۍ ته په یوه طرزالعمل کې ویلي چې د ملکي افرادو خوندیتوب د امریکا د ملي ګټو د تامین په خاطر د ځواک له اغیزناکې، موثرې او پریکنده استفادې سره تړاو لري.
اسټين د پنټاګون چارواکو ته ۹۰ ورځې ورځت ورکړی څو یو پلان جوړ کړي چې څنګه د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي او یا هم حد اقل کم شي.
نوموړي زیاته کړه، تجاربو په افغانستان او عراق کې دا فرصت رامنځ ته کړی چې په اساسي ډول ملکي کسانو ته د تلفاتو د مخنیوي لارې چارې زده شي.
دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې څو پيښو د پنټاګون په اړه بې باورۍ زیاتې کړې.
وروستی پېښه د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۲۹ نیټه له افغانستان څخه د امریکا د شل کلن حضور په وروستیو ساعتونو کې د امریکا د ډرون په یوه برید کې د اوو ماشومانو په ګډون لس تنه ووژل شول.










Leave a Reply