د ا.ا چارواکي وايي چې هېڅوک حق نلري د چا پۀ کور شپني عملیات ترسره کړي
د ا.ا چارواکي وايي چې هېڅوک حق نلري د چا پۀ کور شپني عملیات ترسره کړي
د اصول نامې له مخې امنیتي ځواکونه باید د خلکو کورونو پلټنې په وخت کې د اړونده جومات ملا امام او د کلي مشران له ځانه سره یوسي ځانونه دې ور وپيژني او د کورنو حرمت باید وساتل شي.
(2022 / 1 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د زندانونو عمومي رییس محمد یوسف مستري چې په څرخي پله زندان کې يې د امنیتي ځواکونو د فراغت غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د شیخ هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې تر دې وروسته هېڅ څوک پر خپل سر او د شپې له خوا د خلکو په کورونو عملیات نه شي کولی.
د اصول نامې له مخې امنیتي ځواکونه باید د خلکو کورونو پلټنې په وخت کې د اړونده جومات ملا امام او د کلي مشران له ځانه سره یوسي ځانونه دې ور وپيژني او د کورنو حرمت باید وساتل شي.
د دې اصول نامې له مخې اثیران باید ونه وهل شي. طالبان دې د خلکو کورنو ته د تلو پر مهال خپل مخونه لوڅ کړي او که تر دې وروسته د چا مخ پټ وي هغه غل دی او خلک دې په خپله سیمه کې له مشرانو سره اړیکې ونیسي.