شیخ رشید: ټي ټي پي سره مو خبرې ختمې شوې؛ د هغوی غوښتنې نۀ منونکې وې

0
191

شیخ رشید: ټي ټي پي سره مو خبرې ختمې شوې؛ د هغوی غوښتنې نۀ منونکې وې 

د یادونې ده چې پاکستاني حکومت څه موده وړاندې د افغان سرپرست حکومت په منځګړیتوب له ټي‌ټي‌پي سره وروسته تر هغه خبرې پیل کړې چې د یادې ډلې مشر له بند څخه تر خوشي کېدو وروسته وویل چې تر څو پورې یې په پاکستان کې ا. حکومت نه وي جوړ کړی خپلې وسله والې مبارزې ته به دوام ورکړي.

 

(2022 / 1 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد وایي چې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د حکومت خبرې ځکه بې پایلې پای ته ورسېدې چې هغوی پر پاک–افغان پوله د لګېدلي اغزن تار د ټولولو او د خپلو ټولو زندانیانو د خوشې کولو غوښتنې لري.

د یادونې ده چې پاکستاني حکومت څه موده وړاندې د افغان سرپرست حکومت په منځګړیتوب له ټي‌ټي‌پي سره وروسته تر هغه خبرې پیل کړې چې د یادې ډلې مشر له بند څخه تر خوشي کېدو وروسته وویل چې تر څو پورې یې په پاکستان کې ا. حکومت نه وي جوړ کړی خپلې وسله والې مبارزې ته به دوام ورکړي.

د اسلام اباد په جدي غوښتنه خبرې پیل شوې خو پاکستاني حکومت د دې مذاکراتو د دویم پړاو پر مهال وویل چې دا خبرې، ځکه بې پایلې پای ته رسېدلې دي چې هغوی (ټي‌ټي‌پي) پر پاک–افغان پوله د اغزن تار غځولو سره کلک مخالفت کړی دی.

Leave a reply