عمران خان د ۳ فروري نه تر ۵ فروري د چین هواد په سفر ځي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي دي چې د بیجنګ اولمپیک د پرانستې په مراسمو کې د ګډون لپاره د لومړي وزیر عمران خان چین ته سفر به د ګډو پروژو د پرمختګ او د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په اړه د پرمختګ په اړه به څه ژورې خبرې وه وشي.
د اې پي پی یو رپورټ مطابق د فبرورۍ له ۳مې تر ۵مې پورې د وزیراعظم عمران خان د چین د سفر نه وړاندې په یوه بیان کې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پاکستان او چین په سختو وختونو کې د یو بل ترڅنګ ولاړ دي او د دې سفر اصلي هدف له چین سره د پیوستون څرګندونه وه ځکه چې ګڼو هېوادونو د بېجینګ اولمپیک بایکاټ کړی دی. ده ووئيل د اولمپک لوبو نه علاوه به د پاک چين تجارتي حجم او اقتصادي استحکام په اړه د سپېشل ټاسک فورس د سلا مشورو په لړ كښې به هم ټنګار وشي.






