حکومت او فوځ ترمینځ هیڅ کومه اختلاف نشته: شیخ رشید
باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان او شهزاد اکبر ترمېنځه د ناراضګۍ وجه د نواز شريف لخوا بهر ته لېږلې شوې پيسې واپس نه رواړل دي.
برطانوي ميډيا سره خبرو کې دکورنو چارو وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې ددغه هيواد په ګټه ده چې اسټيبلشمنٹ اؤ عمران خان په يو صف کې وي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق هغه اوویل چې وزيراعظم عمران خان اؤ پوځي قيادت کې هيڅ اختلاف نشته ، هغه زیاته کړه چې د حکومت او اسټبلشمنټ په سوچ او فکر کې که توپیر وي نو ددې دا مطلب نه دې چې دوی په یو اتفاق نه دي، هغه اوویل چې حکومت او اسټبلشمنټ په یو اتفاق دي.