په ملک کې قانوني اصلاحات د مدینې ریاست په لور یو ګام دې : عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ د انصاف موثره رسيدګي د رياست ذمه واري وبلله او ويې ويل چې د سول او کرمنل پروسيجر کوډ کښې د حکومت اصلاحات به په هیواد کې د زر انصاف ورکول يقيني کړي.
د اې پي پي رپورټ مطابق د جنايي قانون او عدالتي اصلاحاتو په اړه يوې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم وويل په پراخه کچه بدلونونه به په جنايي عدالتي نظام کې انقلاب راوستلو کې مرسته وکړي او دا به عدالت په لاره کې د عامو خلکو لپاره کړنلاره آسانه کړي.
وزيراعظم وويل حکومت په لمړي ځل دبرطانيې په دور کې جوړ شوي قانون کې بدلون راوستو لپاره دعدليې په برخه کې ښه والى راوستلى شي.
هغه وويل په تيرو وختونو کې هيڅ حکومت دپيړۍ په پخوانيو قوانينو کې داصلاحاتو په اړه فکر نۀ دى کړى ترڅو دجمهوريت دټينگښت او داشرافو دځايې دځايې کولو لپاره دغه قانون کې اصلاحات راشي.
هغه وویل چې د مدني قانون اصلاحات د مدینې منورې د اسلام د لومړي ټولنیز او فلاحي ریاست سره سم د قانون حاکمیت د یقیني کولو لپاره یو ګام دی.