امریکا له اجازت نه ورکوو چې ماشومان او ښځې په نخه کړي: ډاکټر محمد نعیم
باغي ټي وي رپورټ
مشرق ټي وي سره په مرکه کښې د امارت اسلامی افغانستان سیاسی دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي دې چې امریکا له اجازت نه ورکوو چې ښځې او ماشومان په نخه کړې.
نوموړي اوویل چې د افغانستان د ټول بهرني ځواکونه وتلي ، په قندهار کښې د امارت اسلامی لویه غونډه شوې او ډیر زر به امارت اسلامی په افغانستان کښې د نوي حکومت اعلان وکړي.
دوی اوویل چې به افغانستان د نیټو قبضه مسله په خبرو هواره شو او هم دغه شان د پنجشیر مسله هم په خبرو اترو هواریدل غواړو. دوی اوویل چې د افغانستان په خاوره هیچا ته حق نشته چې حمله وکړي، دوی اوویل چې امریکا ته پته نه وه چې په دې کور کښې څوک دي او مونږ به چا له هم اجازت ورنکړو چې ښځې او ماشومان اووژني.