د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې پولیو ضد کمپاین دوام لري: انتظامیه
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور او نور بیلا بیلو سیمو کې د پولیو ضد کمپاین دوام لراي او تر نن پورې په لکونو ۵ کالو نه کم ماشومان ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شوي دي.
د پيښورمرکزي سرښار پيښور کښې انتظامي افسران د پوليو ضد ټيمونو سره په مختلفو سيمو کښې ماشومانو ته څاڅکي ورکوي۔
د پيښور ډپټي کمشنر کيپټن (ر) خالد محمود په یو بیان کې وئيلي دي چي مور او پلار دي خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي چې د عمر ناروغۍ پولیو څخه خپل ماشومان وژغوری او دوی یو ښه او صحتمند راتلونکې ژوند ولري.