د ناروې خیریه موسسو له افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړی دی

د ناروې خیریه موسسو له افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړی دی
د بلخي په خبره په دې لیدنه کې له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو او نورو اړینو همکاریو بحثونه شوي. یادو موسساتو ویلي چې دوی له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو، روغتیا، کرنې، اوبو رسونې، تعلیم او ماین پاکونې په برخه کې همکاري کوي.
(2022 / 1 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې د ناروې د اوو سترو مرستندویه موسسو مشرانو او استازو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي.
د بلخي په خبره په دې لیدنه کې له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو او نورو اړینو همکاریو بحثونه شوي. یادو موسساتو ویلي چې دوی له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو، روغتیا، کرنې، اوبو رسونې، تعلیم او ماین پاکونې په برخه کې همکاري کوي.
امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي، دوی ټولو نړیوالو بشرپالو موسساتو او بنسټونو ته زمینه برابروي چې له افغانانو سره مرستې وکړي. د ده په خبره افغانستان کې اوسنی امنیت د بشردوستانه خدماتو مرستو لپاره تر ټولو غوره فرصت دی.





