افغانستان یو ځل بیا د نړۍ اوو فاسدو هېوادونو پۀ قطار کې
افغانستان یو ځل بیا د نړۍ اوو فاسدو هېوادونو پۀ قطار کې
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تېر حکومت ځان له فساد سره مبارزې ته ژمن باله، خو وروستي تحلیلونه ښيي چې د تېر حکومت د نړېدو او کمزوري کېدو تر ټولو ستر لامل فساد او په بنسټیزه توګه ددغه پدېدې عامېدل و.
(2022 / 1 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د اوو فاسدو هېوادونو په کتار کې راغلی دی. د شفافیت د نړیوال بنسټ د راپور له مخې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۴ ځای خپل کړی دی.
دغه بنسټ وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان د فساد پر وړاندې مبارزه دومره اغېزناکه نه وه، نو له همدې امله د تېر کال په اړه ددغه بنسټ ارزونه ښيي چې یاد هېواد د پام وړ پرمختګونه نه لرل.
دې بنسټ ویلي، چې فنلنډ، نیوزلنډ او ډنمارک په ترتیب سره د نړۍ هغه هېوادونه دي چې فساد پاک ګڼل کېږي. د افغانستان ګاونډي لکه ایران، تاجکستان او پاکستان هم د مفسدو هېوادونو په کتار کې دي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تېر حکومت ځان له فساد سره مبارزې ته ژمن باله، خو وروستي تحلیلونه ښيي چې د تېر حکومت د نړېدو او کمزوري کېدو تر ټولو ستر لامل فساد او په بنسټیزه توګه ددغه پدېدې عامېدل و.