ناروې ویلي چې د افغانستان لۀ نوي حکومت څخه مو غوښتنې واضح وې 

0
183

ناروې ویلي چې د افغانستان لۀ نوي حکومت څخه مو غوښتنې واضح وې 

همدا راز ټاکل شوې چې د ناروې د غونډې په دوام نن ماښام مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه غونډه ولري چې ددغه شورا غړي به پر ګڼو مهمو مسایلو خبرې کوي.

 

(2022 / 1 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ناروې وایي له نوي افغان حکومت سره یې خپلې غوښتنې په واضح توګه شریکې کړې دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه وو او په دې غونډه کې پر اړینو مسایلو خبرې شوې دي.

نوموړې وايي، د بشري حقونو رعایت، نجونو ته د زده کړو زمینه برابرول، د کار اجازه ورکول، د ټولشموله حکومت جوړول او د بشردوستانه مرستو لپاره پر زمینه برابرولو خبرې شوې دي.

هغې وایي خبرې واضح وې، خو پایلو ته به یې په تمه وي.

همدا راز ټاکل شوې چې د ناروې د غونډې په دوام نن ماښام مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه غونډه ولري چې ددغه شورا غړي به پر ګڼو مهمو مسایلو خبرې کوي.

Leave a reply