امارت اسلامی ته لوی چیلنج دامریکه او نیټو ځواکونو قبضه وه: سهیل شاهین

باغي ټي وي رپورټ
دفاعی څیړونکې او ټي وي اینکر ډاکټر معید پیرزاده په دوحه قطر کښې د افغانستان اسلامی امارت سیاسي دفتر د مصالحتي خبرو یو غړي سهیل شاهین سره په خصوصي انټرویو کښې په افغانستان کښې د امارت اسلامی په کنټرول او د نوي حکوکت په باره کښې خبرې اترې او سوالونه کړي.

سهیل شاهین د یو سوال په ځواب کښې معید ته اوویل چې طالبانو ته ډیر یو لوی چیلنج په افغانستان کښې دا وو چې امریکایی او نیټو ځواکونو په افغانستان قبضه وکړه، دوی وای چې امارت اسلامی د افغان وګړو په حمایت سره کامیاب شو او نن امریکا د افغانستان نه لاړه.
نوموړی وایی چې وس وخت کښې هم طالبانو ته چیلنجونه دي خو هغه د امریکې قبضې واله چیلنج د ټولو نه لوی چیلنج وو او انشاالله په دې وس وخت چیلنجونو کښې به هم د عوامو په حمایت سره کامیابي ترلاسه کړو.
شاهین وای چې یو ولاړ، په امن او خوشحال افغانستان د ټولو ګاونډی هیوادونو په فایده کښې دې، ځکه دې وای چې په افغانستان کښې چې اقتصاد ښه وي، خوشحالي او امن وي نو دې سره به ټول ګاونډی هیوادونه هم خوشحاله او پرامن وي.
دوی وای چې افغانستان او ګاونډی هیوادونه باید یو اقتصادي زنځیر او یوه رابطه جوړه کړي او دا کار به د ټولې خطې په ګټه کښې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版