د امریکې ۲۰ کاله جنګ په افغانستان کښې پایی ته ورسیده

0
195

باغي ټي وي رپورټ
د لاس اینجلس ټایمز یو خبر مطابق د امریکې یوه الوتکه بیګا په ۳۱ اګسټ یوه دقیقه وړاندې د نهې ورځ شروع کیدو نه مخکښې د کابل هوایی ډګر نه اووته او افغانستان ی پریښودل.

د رپورټ مطابق د امریکې اولس مشر د طالبانو سره د معاهدې مطابق په افغانستان کښې د امریکې مشن ختم شو، ټول فوځونه ی د افغانستان نه اووستل.
په سوشل میډیا داسې تصویرونه خپاره شوي چې پکښې ښکاری چې د امارت اسلامی بدر ۳۱۳ یونټ جنګیالي په کابل هوایی ډګر کښې الله تعالی ته سر په سجده دي او د الله تعالی شکر ادا کوي چې مونږ ازاد شو.
د کابل پایه تخت کابل نه داسې رپورټونه رارسیدلي چې د امریکې او نیټو فوځونو د افغانستان نه په وتلو باندې خلقو او اسلام امارت فوځیانو د خوشحالۍ څرګندونه کړي او هوایی ډزی ی کړي.

د کابل هوایی ډګر کښې امارت اسلامی جنګیالي د چورلکې سره


په ټولنیز رسنیو داسې تصویرونه او ویډیوګانې هم شایع شوي چې پکښې ښکاری چې طالبان جنګیالي د امریکایی فوځیانو په ګاړو او چورلکو کښې ښکاری او د خوشحالۍ اظهار کوي.

Leave a reply