بابر اعظم د ICC د کال غوره لوبغاړی اعلان شو

0
149

د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۲۴مه
د پاکستان کرکټ د ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم د ICC د کال د یو ورځنیو لوبو د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د تفصیلاتو له مخې د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په کال ۲۰۲۱ کې د غوره کارکردګۍ ایوارډونه د بابر اعظم په غیږ کې کیښودل.
د کرکټ ملي لوبډلې کپټان د کال د ۲۰ اوریزو سیالیو د غوره لوبډلمشر او د کال د غوره یو ورځنیو سیالیو د کپتان په توګه تر ټاکل کیدو وروسته اوس د ICC د یو ورځنیو لوبو د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې ده.
۲۰۱۲ کال د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان بابر اعظم لپاره نه هیریدونکی کال و.
دغه کپتان چې په شل اوریزو لوبو کې یې څو ریکارډونه جوړ کړل، په ۶ لوبو کې یې د ۶۷ اوسط سره ۴۰۵ منډې جوړې کړې او دا ویاړ یې خپل کړو.

Leave a reply