پیښور کې د نشه ی توکو په ضد عملیات دوام لري

0
261

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې د نشه يي توکو پر وړاندې ځانګړې مبارزه دوام لري.
د روان کال په لومړیو دریو اونیو کې د عملیاتو پر مهال تر ۷۰۰ زیات کیسونه ثبت شوې دي، ګنړ شمیر د نشه توکو قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
په نیول شویو قاچاقبرانو کې د آزاد کشمیر، پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبې قاچاق کوونکي، هم شامل دي. د پولیس یو بیان مطابق د محکمه ایکسایز یو اهلکار هم د نشه توکه په قاچاق کې نیول شوي دې.
په روان کال درې اونیو کې ۳۱ کلوګرام آیس نشه ی توکي، ۴۴ کلوګلرام هیروین، ۱۰۹ کلوګرام افیون او ۵ سوه کلوګرام نه زیات چرس ی نیول دي .
د پولیس له اړخه جاري شوي بیان کې ویل شوي چې سي سي پي او عباس احسن د نشه ی توکو په ضد د روانو عملیاتو باندې د اطمینان څرګندونه کړې ده.

Leave a reply