په جمرود کې ځایی مشرانو خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو څخه انکار کړې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود غړیزه کې د طورخېلو قوم د پوليو اووه ورځني کمپاين څخه د بايکاټ اعلان کړی.
ددې قبیلې مشرانو غوښتنه ده چې ددوی غوښتنې دې ومنل شی نو دوی به خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.
د ځایی سرچینو او د یو ځایی خبریال مطابق ددې ځای آبادي څه کم او زیات ۱۰۰۰۰ لس زره ده.
ددې سیمې مشرانو غوښتنه ده چې د بریښنا سپلایی دې تر ۶ شپږ ساعتونو پورې یقیني شی او زمونږ سیمې لپاره د بیل د بریښنا فیډر ولګول شي.






