ضلع خیبر کې پولیو ضد کمپاین پیل شو

0
115

په ضلع خیبر کې نن د پوليو اووه ورځنې څاڅکو ورکولو کمپائن پیل شوې دې ، ډپټي کمشنر خیبر د کمپیاین په رسمې توګه د مهم پیل وکړو.
د جاري شوي رپورټ مطابق په دې اووه ورځني پوليو مهم کښي به د ضلع خیبر په درې تحصیلونو باړه ، جمرود او لنډیکوتل کې به څه دپاسه 210,000 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولے شي۔
د ضلع خیبر انتظامي چارواکي وایی چې د پولیو کمپاین په وخت سخت امنیتي ګامونه اخستل شوي دي، په لنډیکوتل کې د پولیس چارواکو مطابق دوی په بیلا بیلو لارو او څلور لارو کې په ګاړو خاص پاملرنه کوي .
د لنډي کوتل پوليس سټيشن ايس ايچ او عشرت شينواري په خاص هداياتو د پولیسو اهلکارو په سیمه کې د تور شیشو لرونکي ګاړیو په ضد هم کمپایل پیل کړو او هغه ګاړو نه ی تور کاغذونه لرې کړل چې د ګاړو په شیشو ی لګولي وو.
په دي موقع ايډيشنل ايس ايچ او عظمت ولي شينواري وويل دپوليو مهم دوران ددفعه 144 له وجي په پاک افغان هائي وے باندي په ډبل سورلې هم بنديز لګولي شوي دي.

Leave a reply