د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې د اسلو غونډې پۀ څېر ناستې دې افغانستان کې دننه هم پیل شي 

0
157

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې د اسلو غونډې پۀ څېر ناستې دې افغانستان کې دننه هم پیل شي 

امیري دغه راز ویلي تمه لري چې د اوسلو په څېر د بېلو قشرونو ترمنځ د خبرو لړۍ افغانستان ته هم راشي او بېل اړخونه دې د خبرو له لارې خپل نظریات سره شریک کړي.

 

(2022 / 1 / 24  نېټه باغي ټلوبزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي په افغانستان کې دې هم د اوسلو په څېر بحثونو او مذاکراتو ته زمینه برابره کړل شي.

د افغان مېرمنو د حقونو او چارو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوسلو غونډه د بشري حقونو او په تېره بیا د مېرمنو د حقونو د خوندي کولو ته غوره فرصت دی.

د نوموړې په خبره په دې مذاکراتو کې مېرمنو خپلې غوښتنې مطرح کړې دي او د بحثونو دوام د ټولو اړخونو په ګټه دی.

امیري وایي په افغانستان کې بشري وضعیت ترینګلی دی نو د ښه کولو لپاره یې یوازینۍ لار خبرې او بحثونه دي.

امیري دغه راز ویلي تمه لري چې د اوسلو په څېر د بېلو قشرونو ترمنځ د خبرو لړۍ افغانستان ته هم راشي او بېل اړخونه دې د خبرو له لارې خپل نظریات سره شریک کړي.

Leave a reply