برېټانیا پر روسیې تور پورې کړی چې هڅه کوي اوکراین کې خپل پلویان واک ته ورسوي

که څه هم بریتانیا په دې اړه شواهد نه دي وړاندي کړي خو وړاندې تر دې امریکا هم تایید کړې وه چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري او خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرته کرملین دا تېروتنه وکړي نو دروند پور به یې پرې کړي.
(2022 / 1 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بریتانیا پر روسیې تور پورې کړی دی او ویلي یې دي چې کرملین غواړي په اوکراین کې خپل پلویان واک ته ورسوي.
بریتانیا ټینګار کړی دی چې پر اوکراین د روسیې د برید احتمال لرې نه دی او په خبره یې، یو شمېر روسي اطلاعاتي افسرانو په دې اړه ځینې سرچینو ته ویلي چې روسیه ممکن پر اوکراین برید وکړي.