پیښور او تورخم لار برقمبر خیل کې وس هم تړلې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه بر قمبر خيل سم بابا سیمه کې پاک افغان لویه لار د د درنو ګاړو لپاره په مکمله توګه تړل شوې ده، تر څو چې مرکزي احتجاجي لاریون کوونکو څخه اجازت نه وي ورکړے شوے سړک به په مکمله توګه بند وي۔
د تیرو څو ورځو څخه د بیسې په سیمه کې د کرش پلانټ د بندولو په ضد ځایی مشرانو، ځوانانو او د کرش پلانټ مالکانو په احتجاج لاس پورې کړې او د پاک افغان لویه لار ی هم د درنو ګاړو په مخ تړلې ده.
د احتجاج کوونکو مطابق ددوی انتظامیه سره خبرې روانې دې خو تراوسه دوی سره خبرې کامیابې شوي نه دي، د یادونې ده ځایی خلق وایی چې د بیسې بابا کرش پلانټ هم یوه د امدن او مزدوري وسیله وه چې د انتظامیه له اړخه بند کړې شوي دي، ځای خلق او د کرش پلانټ مالکان وایی او غوښتنه کوي چې انتظامی دي په دې رحم وکړي او ددې کرش پلانټونو د بیا پرانستلو اجازت دې ورکړي.






