د قطر د بهرنیو چارو وزیر: طالبان دې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته لاس په کار شي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر: طالبان دې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته لاس په کار شي
قطر وایي طالبان دې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.
(2021 / 9 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
قطر وایي طالبان دې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، تمه لري چې طالبان وکړی شي د ترهګرو ډلو مخنیوی وکړي، ترهګرۍ ته نه ووايي او د یوه پیاوړي او پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي. دده په خبره قطر د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د طالبانو همکاري کوي، خو له دغه ډلې غواړي چې ژر د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي. د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په خبره له طالبانو یې په ځلونو غوښتي څو دداسې حکومت له جوړولو ډډه وکړي، چې کوم لوری بهر ترې پاتې شي. هغه زیاتوي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې باید ټول اړخونه خپل ځان وويني.