د نیوزې لینډ لومړې وزیرې د خپل واده نیټه ځنډولې

0
143

باغی ټي وي رپورټ
د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جسیندا آرډرن په هیواد کې د کورونا د نوې څپې له امله خپل واده وځنډاوه.
په نیوزیلینډ کې د اومي کرون د خپریدو له امله سخت بندیزونه لګول شوي او عامو خلکو ته هم د SOPs د پاملرنې لارښوونه شوې.
د جیو رپورټ مطابق هغې رسنیو ته د خپل واده د نیټې ځنډول تایید کړل او ویې ویل چې د تلویزیون کوربه کلارک ګیفورډ سره به د هغې د واده دستونره تابیا نه شي.

لومړې وزیرې اوویل چې زه د همدې هېواد يوه برخه يم، دا هغه وخت دى چې ملت له يوې خطرناکې ناروغۍ سره مبارزه کوي. تر ټولو دردونکې خبره دا ده، چې د ناروغ په وخت کې څوک د خپلو عزيزانو سره نه وي.
د يادونې وړ ده چې په نيوزي لېنډ کې د کوډ ناروغۍ د پېښو د زياتېدو له امله په هېواد کې د سخت خبرداري اعلان شوى، په هېواد کې سمدستي ګامونه پورته شوي او نوي بنديزونه لګول شوي چې د يکشنبې په ورځ پر ځايي وخت د شپې له ١١ بجو نافذېږي.

Leave a reply