د برېټانیا پخوانی وزیر: د افغانستان جګړه کې ښکېل هېوادونه دې یاد هېواد سره مرستې وکړي 

0
102

د برېټانیا پخوانی وزیر: د افغانستان جګړه کې ښکېل هېوادونه دې یاد هېواد سره مرستې وکړي 

هغه په همدې تړاو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هغه څلوېښت هېوادونه چې په تېر شل کلن ماموریت کې افغانستان ته تللي وو، اوس باید په دغه هېواد کې د بشري ناورین په مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

 

(2022 /  1 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په شل کلن ماموریت کې افغانستان ته تللي هېوادونه باید د بشري ناورین په ختمولو کې مرسته وکړي.

د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون یو لوی کمپاین پیل کړی او غواړي چې د افغانستان لپاره پراخې بشردوستانه مرستې راټولې کړي.

هغه په همدې تړاو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هغه څلوېښت هېوادونه چې په تېر شل کلن ماموریت کې افغانستان ته تللي وو، اوس باید په دغه هېواد کې د بشري ناورین په مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د ده په خبره په دې کمپاین کې ګڼو سیاسي څېرو او د بشري حقونو فعالینو ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

اړوند موضوعات: 

 د برېټانیا پخوانی لومړی وزیر وايي چې افغانستان سره مرستې د نړۍوالو اخلاقي مسؤلیت دی 

براون همدا راز وایي چې برېټانیا او امریکا دې تر بل هر چا له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. هغه تر دې وړاندې هم د برېټانیا له حکومت او نورو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

Leave a reply