د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ناروې ته رسېدلی؛ نن پۀ مهمو مسائلو بحث ترسره کېږي 

0
92

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ناروې ته رسېدلی؛ نن پۀ مهمو مسائلو بحث ترسره کېږي 

په دې لیدنه کې به یاد کسان د افغانستان د ژغورولو یوه طرحه حکومتي لوري ته وړاندې کړي او تر بحث وروسته ټاکل شوې چې دغه طرحه نړیوالو اداراو ته هم وړاندې کړل شي.

 

(2022 / 1 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نن په ناروې کې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه ترسره کېږي.

نارويژي رسنۍ وایي چې دغه غونډه د ناروې په کوربه توب ترسره کېږي چې تر ډېره پکې افغانان په خپلو کې خبرې کوي، خو د ځینو نړیوالو بنسټونو استازي هم پکې ګډون لري.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له دې غونډې موخه دا ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی او له کومو لارو چارو د بشري حقونو ساتنه وشي.

په ورته وخت کې رسنۍ بیا وايي چې د مدني فعالینو او مستقلو شخصیتونو یو شپاړس کسیز پلاوی د مولوي متقي په مشرۍ له افغان پلاوي سره ګوري.

په دې لیدنه کې به یاد کسان د افغانستان د ژغورولو یوه طرحه حکومتي لوري ته وړاندې کړي او تر بحث وروسته ټاکل شوې چې دغه طرحه نړیوالو اداراو ته هم وړاندې کړل شي.

Leave a reply