سعودي وايي چې د یمن پۀ صعده ښار برید مونږ ندی کړی
سعودي وايي چې د یمن پۀ صعده ښار برید مونږ ندی کړی
د یادونې ده چې وړاندې تر دې یمني رسنیو راپورونه ورکړي دي چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د صعده ښار پر مرکزي زندان هوایي برید کې تر ۲۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
(2022 / 1 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سعودي عربستان دولتي ټلویزیون هغه راپورونه رد کړي دي چې ویل کېدل د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د صعده ښار پر مرکزي زندان برید کړی دی.
راپور کې د سعودي چارواکو له قوله راغلي چې دوی د ترهګرو پټنځای له منځه وړی دی.
د یادونې ده چې وړاندې تر دې یمني رسنیو راپورونه ورکړي دي چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د صعده ښار پر مرکزي زندان هوایي برید کې تر ۲۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
راپورونه وایي چې په دې برید کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۱۳۸ نور ټپيان شوي دي.
د صعدې ښار چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دغه برید کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر ښایي تر دې هم واوړي ځکه چې تر ۵۰ ډېر کسان لا هم تري تم دي.