کورنیو چارو وزارت وايي چې امریکايي کمرې مو بېرته فعالې کړي
کورنیو چارو وزارت وايي چې امریکايي کمرې مو بېرته فعالې کړي
هغه زیاته کړې ده چې په تېره دوره کې د ډیټا سنټر په بشپړه توګه د بهرنیانو له خوا کنټرولېده او دلته موجود سیسټم ویجاړ شوی و چې په وینا یې اوس یې بېرته په فعالیت پیل کړی دی.
(2022 / 1 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته په کابل او هغو ولایتونو کې چې امنیتي کمرې فعالې شوې وې اوس بېرته فعالې شوې دي.
د یاد وزارت د مخابراتو او عمومي ټکنالوژۍ ریاست وایي چې په تېرو وختونو کې د مخابراتو ریاست، ډیټابېس ریاست او نورو ریاستونو په ګډون د دغه وزارت ډېری ادارې غیر فعالې وې خو اوس تر پنځو میاشتو زیاتې مودې وروسته بېرته فعالې شوې دي.
هغه زیاته کړې ده چې په تېره دوره کې د ډیټا سنټر په بشپړه توګه د بهرنیانو له خوا کنټرولېده او دلته موجود سیسټم ویجاړ شوی و چې په وینا یې اوس یې بېرته په فعالیت پیل کړی دی.