هند کې د کورونا وایرس ناروغان زیات شوي دي

0
82

باغی ټي وي رپورټ
په هند کې د کورونا وایرس د تیرو 24 ساعتونو په مهال3 لكه 37 زره 704 نوې كېسونه ته رسیدلي دي.
په دومره شمیر کې د کورنان مریضان زیاتیدو سره په هند کې د كورونا وائرس له امله ځپليو كسانو مجموعي شميره تر 38903731 هم زیاته شوي ده د چين یوی خبر رسنې ادارې د هند د روغتيا وزارت له لوري جاري شوی یو بیان په اړه ویلی دي چې په هند کې د كورونا وائرس له امله د مړو مجموعي شميره 4 لكهه 88 زره 884 ته رسيدلې دې.
په بیان کې زیاتوي چې هیواد کې تر اوسه د كورونا وائرس 2113365 كېسونه رپورټ شوي دي. دا خبره هم د یادونې ده چې د ډیلي چارواکو په هیواد کې د کورونا مریضانو شمیر د زیاتیدو له وجهې په ډیلي کې د کرفیو اونۍ د غزولو پریکړه هم کړې ده، دا پریکړه ی ځکه کړې چې به نوي ډیلی او نورو سیمو کې د کورونا ناروغانو شمیره ورځ تر ورځ په زیاتیدو ده.
د رپورټ مطابق په هند کې د اومي کرون نوي وایرس د ناروغانو شمیره ۱۰ زره او ۵۰ ته اوچته شوي اوی ، د بیان مطاق د اومي کرون ډیر کیسونه په مهاراشټر، راجستھان،لويديز بنګال او ډیلي کې رپورټ شوي دي.

Leave a reply