د ا فغانستان غورزیدونکې اقتصاد ته وده ورکولو لپاره د پاکستان یو لوی او مهم اعلان

باغي ټي وي رپورټ
افغانستان ته په پاکستاني کرنسۍ د صادراتو اجازه ورکړل شوه
د اقتصادي رابطې کميټۍ (اي سي سي) غونډه د خزانې وزير شوکت ترين په مشرۍ کې وشوه چې پکې افغانستان ته د بورې، وريجو، کب او غوښې په شمول ځينې شيان په پاکستاني کرنسۍ صادرولو اجازه ورکړل شوه.
په غونډه کې له افغانستان څخه د چرګانو پر وارداتو ۴۵ سلنه مقرراتي محصول هم لغوه شو.
د جیو نیوز رپورټ مطابق غونډې د اعلامیې له مخې، په صادر شویو توکو کې مېوې، سبزیجات، سمنټو، مالګه او وچه مېوه شامله ده.
دې نه علاوه د كوډ ويكسينو د پېداوار لپاره د 11.96 اربه روپو جاري كولو منظوري هم وركړې شوه۔






