په سور صلیب نړۍوالې کمیټې ستر سایبري برید شوی دی
په سور صلیب نړۍوالې کمیټې ستر سایبري برید شوی دی
همداشان ددې سایبري برید له امله د جګړې او طبعي ناورینونو له امله د یو بل نه د جلا شوو کورنیو غړیو د ثبت او راجستر په خاطر جوړ شوی ریستورنګ فامیلي لینکس په نامه پروګرام هم غیرې فعاله شوی دی.
(2022 / 1 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سور صلیب نړۍوالې کمیټې په خپلې رسمي ویبپاڼه کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ددې سازمان د محرمو معلوماتو په بانک سایبري برید شوی او د ۵۱۵ زرو تنو بې دفاع انسانانو محرم معلوم پټ شوي دي.
ویل کیږي د صور صلیب نړۍوالې کمیټې دا پټ او محرم معلومات په سویس کې د معلوماتو د بانک نه غلا شوي دي.
سور صلیب په نوموړو هکرانو چې ددوې محرم معلومات يي غلا کړي دي غږ کړی دی چې په انټرنټ کې د غلا کړو معلوماتو د نشرولو نه ډډه وکړي.
سور صلیب ویلي دا په ټوله نړۍ کې ددوې د ۶۰ مرکزونو او سرې میاشتې د ټولنو لخوا راټول شوي معلومات دي.
سور صلیب د هکرانو نه غوښتنه کړې ده چې په انټرنټ کې ددې معلوماتو د نشرولو، یا په نورو د پلورولو په صورت کې په سلګونو زره تنه بې ګناه او بې دفاع انسانان افشاء کړي او دوی ته د ستر زیان رسولو لامل به وګرځي.
د سور صلیب کمیټې مشر روبیرت ماردیني وویل چې دا سایبري برید دم ګړۍ هغه محتاج انسانان چې بې دفاع کسان دي ژوند د خطر سره مخامخوي.
هکرانو ددې کسانو نومونه، د استوګنځایونو او اړیکو شمیرو پورې ټول معلومات غلا کړي دي. همداشان هکرانو د سور صلیب د نورمال او رضاکاره ۲۰۰۰ تنو پرسونل شخصي او محرم معلومات هم غلا کړي دي.
همداشان ددې سایبري برید له امله د جګړې او طبعي ناورینونو له امله د یو بل نه د جلا شوو کورنیو غړیو د ثبت او راجستر په خاطر جوړ شوی ریستورنګ فامیلي لینکس په نامه پروګرام هم غیرې فعاله شوی دی.