ناروې راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان پۀ اړه غونډه جوړوي

0
152

 ناروې راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان پۀ اړه غونډه جوړوي

  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې یاد پلاوي پرون د دې غونډې په تړاو ناسته هم کړې ده. ناروې هم ویلي چې هیواد یې د جنورۍ په ۲۳مه د افغانستان په اړه د غونډې کوربه دی.

 

 

(2022 / 1 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ناروې د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۳مې تر ۲۵ نېټې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه کوي.

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې ناسته کې د ګډون لپاره یې د اسلامي امارت استازو، د افغانستان مدني ټولنو فعالانو او د نړۍ د هیوادونو استازو ته بلنه ورکړې ده.

ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی په دغه غونډه کې د ګډون په موخه سبا د ناروې پلازمېنې اوسلو ته لاړ شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې یاد پلاوي پرون د دې غونډې په تړاو ناسته هم کړې ده. ناروې هم ویلي چې هیواد یې د جنورۍ په ۲۳مه د افغانستان په اړه د غونډې کوربه دی.

Leave a reply