ګانا کې چاودنه؛ ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده  

0
133

ګانا کې چاودنه؛ ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده  

د دغه چاودنې له امله یوه ژوره کنده رامنځته شوې او لسګونه ودانۍ یې په بشپړه توګه تخریب کړي دي. تر چاودنې وروسته ژغورونکي ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او تر ویجاړو شوو ودانیو لاندې کسان ژغوري.

 

(2022 / 1 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ګانا حکومت ویلي چې د دغه هیواد په لوېدیځ کې له یو موټرسایکل سره د چاودېدونکو موادو ډکې یوې باروړونکي لارۍ د ټکر او چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه لارۍ موټر د یو کان د استخراج لپاره چاودېدونکي مواد انتقالول.

د دغه چاودنې له امله یوه ژوره کنده رامنځته شوې او لسګونه ودانۍ یې په بشپړه توګه تخریب کړي دي. تر چاودنې وروسته ژغورونکي ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او تر ویجاړو شوو ودانیو لاندې کسان ژغوري.

د ګانا د اطلاعاتو وزیر کوجو اوپونګ نکروماه تیره ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې په دغه پېښه کې د ۱۷ تنو وژل کېدل او ۵۹ تنو ټپي کېدل تائید کړل.

د ګانا د دغه چارواکي وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه پېښه له ترانسفامر سره نژدې د لارۍ او یو موټر سایکل تر ټکر وروسته رامنځته شوې ده.

Leave a reply