د کورنیو چارو وزارت:  ډېر ژر به ۹۵ زره کسیز تشکیل نهايي شي 

0
89

د کورنیو چارو وزارت:  ډېر ژر به ۹۵ زره کسیز تشکیل نهايي شي 

نوموړي له الجزیرې ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د القاعده په ګډون د بلې هرې ډلې د حضور ادعاوې رد کړې او وې ویل چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

 

(2022 / 1 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

‏د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، چې ډېر ژر به د امنیتي ځواکونو ۹۵ زره کسیز تشکیل نهايي شي.
نوموړي له الجزیرې ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د القاعده په ګډون د بلې هرې ډلې د حضور ادعاوې رد کړې او وې ویل چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم د د یو لک کسیزې اردو د اتیا سلنه کارو د بشپړېدو پۀ اړه خبر ورکړی ؤ.

 

 

Leave a reply