په تورخم پوله د مزدورانو له خوا د احتجاجي پرلت ګواښ شوې

0
84

باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د لنډي کوتل د مزدوررانو اتحادیی او لیبر ونګ مشر امير نواز شينواري په مشرۍ د مزدورانو يوه مهمه غونډه وشوه، په غونډه کې ګنړ شمیر مزدورانو او ددوی نمایندګانو ګډون وکړو.
په تورخم پوله نن د جمعې په ورځ په دې مهمه غونډه کې د مزدورانو د پیاده تګ راتګ بندیز په اړه د لنډی کوتل لیبر ونګ صدر امیر نواز او نورو مشرانو د تورخم په پوله او نور حکومتي چارواکو ته څلور ورځې مهلت ورکړو چې دوی دې د مزدورانو د تګ راتګ لپاره دوی ته اجازت ورکړي، مزدوارانو ګواښ وکړو چې پوله د مزدورانو لپاره خلاصه نه شی نوی دوی به احتجاجي پرلت پیل کړي.

Leave a reply