وزیراعظم عمران خان حکومت ته مبارکي ورکړې او ددوی ستاینه ی کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
وزیر اعظم عمران خان د جمعې په ورځ خپل حکومت ته د جی ډی پی وده 5.3 فیصده ترلاسه کولو مبارکي ورکړه، خان د ښه اقتصادی انتظام په وجه دا مبارکي ورکړې چې له امله به ی د وظیفو موقعې او فی کس امدن هم لوړ شي.
وزيراعظم په ټويټر ليکلي چې د حکومت د اقتصادي اصلاحاتو برياليتوب په نړيواله کچه هم وپېژندل شو.
د اې پي پي رپورټ مطابق وزیراعظم د بلومبرګ یو رپورټ هم حواله ورکړې ده چې پکې وړاندوینه شوې وه چې پاکستان به د د اقتصادي پرمختګ او د روزګار کچه لوړه وساتي.
لومړي وزیر دا هم وویل چې د COVID-19 وبا له رامینځته کیدو راهیسې ، پاکستان د نارمل حالت په انډیکس کې د دریو هیوادونو په سر کې ځای لري.
هغه وویل اکانومیسټ مجلې په خپل وروستي نارمل انډیکس کې دا هم په ګوته کړې چې د نړيوالې کورونا وبا په وخت کې پاکستان د خلقو دندې او ژوند هم خوندي ساتلې دې.






