دوه اړخیز تجارت ته وده ورکولو لپاره په تورخم پوله یو مهمه غونډه شوې

0
152

نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله د پاکستان او افغانستان او د اړوند ادارو ترمینځ د دوه اړخیز تجارت ته وده ورکول لپاره یوه مهمه غونډه وشوه. په غونډه كښې د وزيراعظم سلاكار او د اېف بي آر چارواكو د وېډيو لنك له لارې ګډون وكړو او په مهمو موضوعاتو ی ټینګار وکړو.

د افغان پلاوي مشري د افغانستان د ګمرکونو سلاکار نقیب الله کوله او د تورخم سرچینو مطابق غونډه د ايډيشنل کلکټر کسټم محمد طيب په مشرۍ کښې وشوه.
په دې ناسته کې ګډون کووني د افغان پلاوي غړیو اوویل چې نن سبا افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، هغوی زیاته کړه چې په داسې وخت کې دې د پاکستان حکومت باید په مقامي کرنسۍ کې د دوه اړخیز تجارت ته اجازه ورکړي چې د افغانستان کمزورې او راغورزیدونکې اقتصاد لا نور غورځیدو څخه بچ شي.

افغان پلاوي اوویل چې اقتصادي بحران ته په کتو د پاکستان د دولتي بانک نوې پالیسي :کیش ان کاونټر: د سوداګرۍ د ودې پر وړاندې خنډ دی.
د پاکستان کسټم ډیپارټمنټ تورخم کلکټر محمد طيب وويل، چې پخوا به يوازې څلور پاکستاني توکي په پاکستانۍ پیسو افغانستان ته صادرېدل، هغه زیاته کړه چې اوس پرېکړه شوې، چې ١٦ پاکستاني توکي د پاکستاني کرنسۍ په ذریعه افغانستان ته صادریدل پیل شي.
ایډیشنل کلکټر زیاته کړه چې په افغانستان کې د بانکي نظام تر بحالۍ پورې به د پاکستان سټیټ بینک نوې کیش ان کاونټر پالیسۍ ته بیا کتنه کیږي.
په غونډه كښې د ايف سي ، این ایل سي ، ايف آئي اے او د نورو اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو۔

Leave a reply