اولس دې خبر وي، په صوبه کې بیا د واوري ورښت او بارانونو امکان دې

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د صوبې د هوا د پیژندنې ادارې خبر ورکړې چې سبا د جمعې نه د خېبرپښتونخوا په اکثره ضلعو کې د باران او واورې وریدو امکان دی.
پي ډي ايم اے د خيبرپښتونخوا ضلعي انتظاميي او متعلقه ادارو ته خط استولي دي۔
د مراسلې مطابق، د هوا پیژندنې د بیان مطابق په چترال، دیر، سوات، ملاکنډ، کوهستان، شانګله، بونیر، مانسهره، ایبټ آباد، هری پور، صوابۍ، مردان، نوشهره، پېښور، چارسده، کوهاټ، باجوړ. خيبر او کرم کښې د وقفې وقفې سره د باران امکان دې.
د هوا پېژندنې څانګه وایی چې په ګلیاتو، ناران، کاغان چترال، دیر، سوات او مالم جبه غرونو کښې نوره هم واوره شوې ده.
ډي جي ،پي ډي ایم اې شریف حسین د بارانونو او واورې ورېدو له وجې د ضلعې انتظامیې او اړونده ادارو ته د احتیاطي تدابیرو نیولو او چمتو پاتې کیدو هدایات جاري کړي دي.

Leave a reply