د امریکا سنا مجلس یو شمېر نورو سناتورانو هم ړ افغانستان د کنګل شوې شتمۍ آزادېدل غوښتي

0
149

د امریکا سنا مجلس یو شمېر نورو سناتورانو هم ړ افغانستان د کنګل شوې شتمۍ آزادېدل غوښتي

دغه امریکايي استازي ټینګار کوي چې دا د افغانانو حق دی او امریکا ته په کار ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د یاد هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

 

(2022 / 1 / 20   نېټه باغي  ټلویزیون)

بشپړ راپور 

درېیو نورو امریکایي استازو هم له بايډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادول غوښتي دي.

درېیو امریکایي استازو جیس کرو، تام مالینوفسکي او پیتر مایجر په یوه ګډ لیک کې د امریکا له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ستره برخه ازاده کړي.

یادو استازو ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا دې په غیر قانوني توګه د عامو وګړو شتمني نه کنګل کوي.

د استازو په خبره امریکا هغه پیسې کنګل کړې چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو او عامه خدماتو لپاره ځانګړې شوې وي، نو ښه به وي چې ژر تر ژره یې ازادې کړي.

دغه امریکايي استازي ټینګار کوي چې دا د افغانانو حق دی او امریکا ته په کار ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د یاد هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

اړوند موضوعات: 

 مخکښ امریکايي سناتور د بایډن پر اداره غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي

تر دې وړاندې د برني سندرز په ګډون ګڼو نورو امریکایي استازو هم د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.

Leave a reply