امریکا په بادغیس کې پر وروستۍ زلزلې او مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده

امریکا په بادغیس کې پر وروستۍ زلزلې او مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده
په پېښه کې شاوخوا زر کورونه هم ویجاړ شوي دي. ځايي حکومتي چارواکي وایي چې له زیانمنو شوو سره یې نقدي مرستې کړې دي او د بېړنیو توکو مرستې هم روانې دي.
(2022 / 1 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې پر ټوېټر پاڼه راغلي چې دوو زلزلو د افغانستان په لودیځ کې د ګڼو کسانو ژوند واخیست او دوی پر دې پېښه خواشیني ښيي.
سرچینه کاږي چې د خپلې خواخوږۍ مراتب د مړو شوو او ټپيانو له کورنیو سره شریکوي.
امریکا یو ځل بیا ټينګار کړی چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. وړمه ورځ د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یوې زلزلې شاوخوا ۲۲ کسه ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل.
اړوند موضوعات:
پښتونخوا کې زلزلې مرګ ژوبله اړولې ده
په پېښه کې شاوخوا زر کورونه هم ویجاړ شوي دي. ځايي حکومتي چارواکي وایي چې له زیانمنو شوو سره یې نقدي مرستې کړې دي او د بېړنیو توکو مرستې هم روانې دي.





