امریکا وايي لۀ نښو نښانو ښکاري چې روسیه پر اوکراین برید کوي 

0
248

امریکا وايي لۀ نښو نښانو ښکاري چې روسیه پر اوکراین برید کوي 

په ورته وخت کې ولسمشر بایډن هم په خپله کلنۍ وینا کې ویلي چې روسیه سل په سله پر اوکراین د برید پلان لري او دوی به یې پر وړاندې اړین اقدامات ترسره کوي.

 

(2022 / 1 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وايي ډاډه دي چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه مرکه کې ویلي چې دوی له روسیې سره د خبرو له لارې مخ ته ځي.

د ده په خبره روسیې ته یې واضح کړې چې یا به خبرې کوي او یا به له امریکا سره د مخامخ کېدو عواقب زغمي.

اړوند موضوعات: 

امریکا: روسیه به دنبال بهانه برای اشغال اوکراین است

هغه ټینګار کړی چې د امریکا لپاره مذاکرات لومړیتوب دي، خو که روسیه له دې کار په شا کېږي نو بدې پایلې به ولري.

په ورته وخت کې ولسمشر بایډن هم په خپله کلنۍ وینا کې ویلي چې روسیه سل په سله پر اوکراین د برید پلان لري او دوی به یې پر وړاندې اړین اقدامات ترسره کوي.

Leave a reply