یوے افغان ماشومی مور تہ لہ ویزے پرتہ پاکستان تہ د تلو اجازہ ورکڑل شوہ

0
167

نصیب شاه شینواري
د وړوکې افغانۍ جینې صائمه مور له افغانستان څخه د تورخم له لارې پېښور ته رسېدلې ده، وړه صایمه د مزغو په رنځ اخته ده او په پیښور کې په یو روغتون کې د علاج لپاره داخله ده.

د جاري شوی یو رپورټ مطابق د ضلع خيبر ډپټي کمشنر ارشد منصور د نيکمرغۍ په جذبې سره له اړونده چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې د صائمه مور ته پاکستان ویزې پرته اجازت ورکړې چې پاکستان ته راشي او د خپلې تنکې ماشومې علاج په وخت کې دوی سره پاتې شي.
د بیان مطابق پرون ددې تنکې ماشومې مور د تورخم له لارې پاکستان ته داخله شوه او پیښور ته رسیدلې چرته ی چې خپله بچې په غیږ کې اخستې ده.
یاده دې وي چې د وړې افغان رنځورې جینې تصویر او بیان په سوشل میډیا د جمرود تحصیل یو د خیرښیګړې چارې کوونکي اسلام باد شاه آفریدي خپور کړې وو ، افغانه ماشومه په داسې حال کې پاکستان ته راړول شوه چې سخته مریضه وه او د مزغو په مرض اخته وه خو مور سره ی د پاکستان ویزه نه او پاکستان ته داخله نه شوي.
اسلام باد شاه آفریدي رسنیوو سره په خبرو کې اوویل چېد ضلع خیبر ډپټي کمشنر منصور ارشد راسره څو ورځې وړاندې اړیکه ټینګه کړه او وې ویل چې صائمه نومې یتیمه ماشومه چې د مزغو په مرض اخته ده، سبا به ددې ماشومې مورته د تورخم په پوله اجازت ورکړې شي چې د خیرسګالۍ او مینې په جذبه پاکستان ته راشي او خپلې ناروغه لور صائمه سره اووینې چې په روغتون کې د علاج په وخت ورسره اووسي.
نوموړي اوویل چې بیګا چې افغان ماشومه د خپلې مور په غیږ کې اوده شوه نو ډیر آرام او خوب ی وکړو ، هغه اوویل چې د مور نه بغیر ډیره ناقلاره وه او ټول بدن به ی درد کولو خو چې د مور په غیږ کې سملاسته نو ډیره په آرام شوه او خوب ی هم وکړو.
اسلام بادشاه آفریدي د ډپټي کمشنر ضلع خیبر او په تورخم پوله چارواکو ستاینه وکړه او ددوی شکریه ی ادا کړه چې د وړې افغانې ماشومې مور ته د ویزې پرته پاکستان ته دا راتلو اجازت ورکړو.

هغه افغان مور چې د ویزې پرته پاکستان ته راغله خپله لور ی په غیږ کې نیولې ده

Leave a reply