روسیه وايي چې د افغانستان پۀ اړه زموږ او د جرمني نظر یو دی
روسیه وايي چې د افغانستان پۀ اړه زموږ او د جرمني نظر یو دی
نوموړي له خپل الماني سیالې انالنا بربوک سره یوې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په دغه هېواد کې له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره توکو د قاچاق او د کډوالۍ بحران لا پراختیا مخنیوي لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.
(2022 / 1 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د افغانستان د کلیدي مسائلو په اړه د مسکو او برلین نظر یو شان دی او دواړه هېوادونه به په ګډه په دغه هېواد کې د شته وضعیت ښه والي لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
نوموړي له خپل الماني سیالې انالنا بربوک سره یوې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په دغه هېواد کې له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره توکو د قاچاق او د کډوالۍ بحران لا پراختیا مخنیوي لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې د دغه هېواد د کلیدي مسائلو په اړه د روسیې او المان نظر مشترک دی او په دغه هېواد کې د اوسني وضعیت ښه والي لپاره به په ګډه کار کوي.