افغانستان سره د ټولې نړې امن تړلې دې: په امریکا کښې د پاکستان سفیر

0
83

باغي ټي وي رپورټ
په ورځپانړه وحدت کښې د پاکستان هیواد په امریکا کښې د سفیر بیان چاپ شوې ، په بیان کښې د پاکستان سفیر اسد مجید وایی چې د دنیا امن په افغانستان کښې دامن سره تړلې دې او هم دغه وجه دې چې په افغانستان کښې امن راوستل د نن ورځي یو اهم ضرورت دې.
د پاکستان په امریکه کښې سفیر اسد مجید خان وایی چې امریکې او پاکستان د دوستې تاریخ اوږ دې او غواړي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد په ضد کله هم استعمال نه شي.

نوموړی وای چې په افغانستان کښې امن نه صرف د پاکستان د امن لپاره ضروري دې بلکه په پاکستان کښې امن د ټولې نړې د امن لپاره ډیر ضروري دې.
نوموړی وای چې د پاکستان حکومت او وزیر اعظم عمران خان همیشه دا خبره او دریځ دې چې دافغانستان ستونزې حل فوځي نه دې بلکه د خبرو له لارې دې ددې ستونزې حل را او ویستل شي.

ډاکټر اسد مجید خان دا خبرې یو امریکایی ټي وي چینل سره په یوه مرکه کښې وکړي، دوی اوویل چې نړې ملکونو له به وس دا په کار وي چې د تیر وخت نه زده کړه وکړه. دوی اوویل چې پاکستان د افغانستان نه د فوځونو د وتلو په پروسه کښې مرسته کوي .
دوی په دې خبره زور ورکړو چې په افغانستان کښې به ټولې نړې له په اتفاق داسې کار کړل وی چې په افغانستان کښې جګړه ختمه شی او په دې هیواد کښې بیا جنګ شروع نه شي.

Leave a reply